ولسمشر غني په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي د افغانستان دښمنان نه پرېږدي چې افغانان په هوساینه کې ژوند وکړي. دده په وینا طالبان د مسوولیت په نه اخیستلو د تېرې شپې د برید له ملامتیا ځان نه شي خلاصولی. د ولسمشر غني په خبره د طالبانو جګړې د نورو ترهګرو ډلو د فعالیت لپاره زمینه برابره کړې ده. بل پلو اروپايي ټولنې هم په یوه پیغام کې ویلي چې پر عامو وګړو برید ستر بشري جنایت دی او ترسره کوونکي یې هېڅ ډول قوانینو او ارزښتونو ته ژمن نه دي. په کابل کې د المان سفیر هم دغه برید غندلی دی او ویلي یې دي چې په دې سختو شرایطو کې د افغانانو تر څنګ ولاړ دي.





























