د سعودي عربستان پادشا سلمان بن عبدالعزیز په یوه پیغام کې ویلي ولسمشر غني او ټولو افغانانو ته د ازادۍ د سلمې کلیزې د را رسېدو له امله مبارکي وايي او هیله لري چې په افغانستان کې دایمي ثبات او سوله راشي. دده په خبره هېواد یې له افغانستان سره د سولې په راتګ کې مرستو او همکاریو ته ادامه ورکوي. د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان هم د یوه پیغام په خپرولو سره افغانانو ته د خپلواکۍ د کلیزې مبارکي ویلې ده. ټاکل شوې چې د ازادۍ د کلیزې په مناسبت په کابل او ځینو لویو ښارونو کې ځانګړي مراسم هم جوړ شي او ددې ورځې لپاره حکومت له میاشتو راهیسې تیاري نیولې ده.





























