حکومتي مسوولين وايي چې د کندوز له هوايي ډګره د ملکي الوتنو پيلېدو په موخه د دولت د وسله والو مخالفينو پر وړاندې چاڼيز عمليات پيل شوي دي. له تېرو شپږو کلونو راهيسي د امنیتي ستونزو له امله د کندوز له ملکي هوايي ډګره الوتنې نه دي ترسره شوې. خو د کندوز د خان اباد ولسوال حيات الله اميري ويلي چې افغان ځواکونو تېره شپه د دې ولسوالۍ په باغ ميري، کټه خېل، پېشکبوک، ملرغې او ترنو سيمو کې عمليات کړي دي. د ولسوال د معلوماتو له مخې، امنيتي ځواکونه غواړي له چاڼيزو عملياتو وروسته په دې ولسوالۍ کې يوه لويه قرارګاه هم جوړه کړي. بل لور ته په کندوز کې د ٢١٧ پامير قول اردو له لوري په رالېږل شوې خپرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه د خان اباد ولسوالۍ په ځينو سيمو کې عمليات پيل شوي دي. په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو عملياتو په ترڅ کې تر اوسه د باغ ميري، کټه خېل پيشکبوک او ترنو سيمې له وسله والو طالبانو پاکې شوې خو عمليات لا هم روان دي. د يادو څرګندونو په اړه وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.





























