د افغانستان او پاکستان لپاره د چین ځانګړي استازي دینګ شیجون له ولسمشر غني سره په لیدنه کې ویلي، چین او افغانستان تاریخي اړیکې لري او همدې اړیکو ته په کتو دغه هېواد غواړي چې د افغان سولې په برخه کې خپلې همکارۍ ډېرې کړي. نوموړي ویلي طالبانو ته په کار ده، چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي او د روانې جګړې د کمېدو او درېدو لپاره اوربند ته غاړه کېږدي. د دینګ په وینا د افغانستان د ثبات لپاره یوازینۍ لار دا ده، چې طالبان د سیاسي ډلې موقف خپل کړي او وسله پر ځمکه کېږدي. ولسمشر غني هم په دې لیدنه کې وویل، طالبان یوه ډله ده او د سیمې هېوادونو ته نه ده په کار چې له دوی سره د یوې رسمي سیاسي ډلې په څېر چلند وکړي. دده په وینا طالبان لا هم په جګړه باور لري او د بین الافغاني مذاکراتو مخالفت کوي. د چین استازي دغه راز زیاته کړه، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې باید ښې شي او چین په دې برخه کې د منځګړي رول ادا کوي. ولسمشر غني په دې اړه ویلي، چې افغان حکومت له پاکستان سره رښتینی دی خو پاکستان لا هم پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.





























