د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دوی په دې سختو شرایطو کې د افغانانو تر څنګ دي. ددغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي سعودي عربستان د هر هغه اقدام مخالفت کوي چې په هغه کې بې ګناه وګړي وژل کېږي او د خلکو د ځورېدنې او وحشت سبب ګرځي. د اسلامي همکاریو سازمان هم دغه برید غندلی دی او هغه یې یو غیر اسلامي عمل بللی دی. هند هم ویلي چې دوی په دې حساسو شرایطو کې د افغانانو تر څنګ دي او ددې هيله لري چې ژر تر ژره په افغانستان کې دایمي سوله او ثبات تامین شي.





























