د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې په یوه خبري غونډه کې په کابل کې د وړمې شپې برید غندلی دی. مورګان اورتوګوس ویلي، ترهګرو پر ملکي وګړو د واده په مراسمو کې برید وکړ چې دا یو ستر بشري جنایت دی. د نوموړې په خبره افغانان له اوږدو جګړو وروسته سولې ته نږدې شوي دي او دوی به تر بین الافغاني سولې وروسته دداعش پر وړاندې په ګډه مبارزه وکړي. تر دې وړاندې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ورته څرګندونې کړې وې. د امریکا د مهمو دپيلوماتیکو چارواکو دغه څرګندونو په ټولنیزو رسنیو کې د افغانانو غبرګون پارولی دی. کاروونکي وايي ښایي افغانان له طالبانو سره تر سولې وروسته د یوې بلې جګړې لمنې ته ولوېږي او دا د افغانستان په ګټه نه ده.





























