د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې یو په بل پسې څلور چاودنې شوې دي چې له امله یې ۳۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. که څه هم د یاد ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي چې په دغو چاودنو کې ۱۷ کسان ژوبل شوي دي خو د عامي روغتیا ریاست چارواکو په خبره له دې پېښو د ۳۲ کسانو ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي. د خوږیاڼي په خبره لومړۍ دوه چاودنې امیر شهید باغ ته څېرمه رامنځته شوې دي چې ۱۱ کسان یې ټپیان کړي، ورپسې بله چاودنه عیدګاه جومات ته نږدې شوې ده او بله هغه د خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند شوې چې د قومندانۍ د ویاند مبارز اتل په خبره دوه کسان یې وژلي دي. د وروستیو راپورونو له مخې په دې پېښو کې ټولټال دوه کسان وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان دي. دا چاودنې په داسې حال کې کېږي چې نن د افغانستان د سلمې کلیزې په مناسبت تقریباً د ټول هېواد د ولایتونو په مرکزونو کې د نمانځنې مراسم ترسره کېږي.





























