ولسمشر غني نن د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسبت وینا کې د پاکستان له نوم اخیستو پرته ویلي چې د ترهګرۍ جرړې د ډیورنډ فرضي کرښې پورې غاړې ته دي. هغه وویل، په تېرو کلونو کې د طالبانو د بیلابیلو ډلو ډېری مشران د ډېورنډ کرښې په ختیځو او جنوبي څنډو کې وژل شوي او د دوی دا ادعا ثابتوي چې د افغان جګړې جرړې د کرښې پورې غاړې ته دي. نوموړي زیاته کړې، د ډېورنډ کرښې پورې غاړې ولسونه بشرپاله او سوله غوښتونکي دي خو په وینا یې دا ولسونه هم د پردۍ جګړې قرباني دي او د دې جګړې دروند پور دوی هم پرې کوي. هغه د ډیورنډ فرضي کرښې پورې غاړې ولسونه د ترهګرۍ یرغمل بللي دي. نوموړي دغه راز پر هغوی غږ کړی دی چې د هر میکانیزم له لارې چې دوی کولی شي په سیمه کې دې د ترهګرو د تولید مرکزونه او ادرسونه په نښه کړي او ټولې نړۍ ته دې وښیي څو د دوی له برحقې دعوې ټوله نړۍ خبره شي.





























