وسله والو طالبانو د هېواد د خپلواکۍ د سملې کلیزې په مناسبت هېوادوالو ته د مبارکي ویلو ترڅنګ یو ځل بیا پر بهرنیو ځواکونو له افغانستانه د وتلو غږ کړی دی. د یادې ډلې له لورې په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، دوى د خپلواکۍ د سلمې کلیزې د را رسېدو له امله ټول ولس ته مبارکي وایي. سرچينه کاږي، پوره سل کاله وړاندې افغان متدین او مجاهد ولس له انګریزي ښکېلاکه د ګران هېواد افغانستان خپلواکي وګټله او برېتانوي استعمار یې اړ کړ چې د افغانستان خپلواکي پر رسمیت وپېژني. خبرپاڼه کې طالبانو په اوسمهال کې په افغانستان کې له مېشتو بهرنيو ځواکونو غوښتي، غوره دا ده چې نور دوى له افغانستانه ووځي. د دوى په وينا، اوس هغه پړاو را رسېدلى چې په افغانستان کې پاتې بهرني پوځيان د وتلو تابيا نيسي.





























