واشنګټن پوسټ امریکايي ورځپاڼه په خپل یوه مطلب کې لیکي ټرمپ د حالاتو او وضعیت له تحلیل پرته په بېړه د افغانستان په اړه پرېکړې کوي او په دې توګه به دغه هېواد یو ځل بیا د جګړو په ډګر بدل شي. سرچینه کاږي په افغانستان کې همدا اوس خونړۍ جګړې روانې دي خو ټرمپ ټینګار کوي چې خپل ځواکونه له افغانستان وباسي. په مطلب کې راځي ټرمپ د سرتېرو د ایستلو په اړه د اوباما له ناکامو تجربو درس نه اخلي او د سولې د یوې باوري هوکړې له رامنځ ته کېدو پرته غواړي خپل ځواکونه له افغانستان وباسي. واشنګټن پوسټ لیکي، ټرمپ ته په کار ده چې تر هر څه وړاندې ځان په افغانستان کې د اوسني وضعیت په اړه ډاډه کړي او بیا په معقوله او منطقي توګه له دغه هېواد خپل ځواکونه وباسي. سرچینه زیاتوي له دې پرته به ټرمپ په افغانستان کې د امریکا احتمالي بریا له شرمه ډکه ماتې سره مخ کړي.





























