تر دوو لسیزو جګړو وروسته اوس له افغانستان د امریکايي سرتېرو د ایستلو وخت دی. امریکايي متقاعد جنرال پول اېټان یوس اې ټوډې ورځپاڼې ته ویلي امریکا په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې لپاره دوه لسیزې جګړه وکړه. نوموړی زیاتوي اوس تر دوو لسیزو جګړو وروسته ددې وخت دی چې امریکا له افغانستان خپل ځواکونه وباسي. دده په خبره د افغانستان جګړه د عراق په څېر پای نه لري نو ځکه د امریکايي ځواکونو حضور او نه حضور ددغه جګړې د کنټرول لپاره ګټور نه دی. دده په وینا همدې مسئلې ته په کتو ددې وخت دی چې له افغانستان امریکایي ځواکونه و ایستل شي او په دغه هېواد کې د امریکا د دوو لسیزو جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي. نوموړي د سرتېرو د ایستلو په تړاو د امریکايي سیاستوالو اندېښنې هم بې ځایه بللې دي او په وینا یې اوس القاعده ختمه شوې نو د امریکا ملي امنیت ته هېڅ ګواښ نه دی متوجه.





























