د عامې روغتیا وزیر د روغتیایي خدمتونو په برخه کې د پرمختګ خبر ورکوي او وایي، په تېرو څلورو کلونو کې د درملنې په موخه بهر ته د تلونکو ناروغانو په شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی دی. فیروز الدین فیرزو په خپله یوه تازه مرکه ویلي، له دې مخکې به افغانانو هر کال ۲۸۰ میلیون ډالر په بهرنیو هېوادونو کې په درملنه لګول، چې اوس دغه شمېره ۲۱۰ میلیون ډالرو ته راښکته شوې ده او د تېرو کلونو په پرتله بهر ته د درملنې په موخه د تلونکو ناروغانو شمېر ۲۵ سلنې ته را ښکته شوی دی. نوموړی وایي اوسمهال په هېواد کې د ګڼ شمېر ناروغیو د درمنلې اسانتیاوې برابرې شوې دي او په دې برخه کې د لا ډېر پرمختګ هڅې روانې دي. د عامې روغتیا وزیر وایي، راتلونکو لسو کلونو کې به هېڅ افغان ناروغ اړ نه وي، چې بهر ته د درملنې په موخه ولاړ شي او ډېرې پیسې ولګوي.





























