د راپورونو له مخې د کابل د شکردرې ولسوالۍ بویه زار ښوونځی تېره شپه د ناپېژانده کسانو له لوري سوځول شوی دی. ددغه ښوونځي ځينې برخې زیانمنې شوې دي او حکومت ددغه ښوونځي سوځول د طالبانو کار بولي. د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې دغه پېښه تایید کړې او وایي وسله والو طالبانو دغه ښوونځي ته اور ورته کړی دی. خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټوېټ پیغام کې د کورنیو چارو وزارت دغه ادعا رد کړې ده او ویلي یې دي، چې طالبان په یاده پېښه کې لاس نه لري، بلکې د تعلیمي مرکزونو او عامه تاسیساتو ساتنه خپله دنده بولي.





























