په کابل کې د امریکا د سفارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له کورنیو بېځایه شوو، سیلاب او طبیعي پېښو ځپلو، بېرته ګرځېدلو او اړمنو افغانانو سره د مرستې په موخه یې ۱۲۵ میلیونه ډالر ورکړي دي. سفارت وايي چې افغانان لا ډېرو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري او نړیوالو ته په کار ده، چې له ملګرو ملتونو سره د افغانستان د بشري مرستو په موخه خپله همکاري وکړي. په خبرپاڼه کې راځي چې امریکا د افغانانو د ژوند ښه کولو په موخه خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي. سرچینه کاږي چې امریکا تر دې وړاندې هم میلیونونه ډالر له افغانستان سره پر بشردوستانه مرستو لګولي دي.





























