د روغتیا نړیواله اداره وايي، د روان ۲۰۱۹ میلادي کال په لومړیو اتو میاشتو کې په افغانستان کې پر روغتیايي تاسیساتو د بریدونو ۸۳ پېښې ثبت شوې دي. یاده اداره وايي، چې پر روغتیايي تاسیساتو د جګړې د ښکېلو اړخونو د بریدونو پېښې یې د افغانستان د ۱۸ ولایتونو په ۵۳ ولسوالیو کې ثبت کړې دي. ددغه بریدونو له امله ۱۳۴ روغتیايي مرکزونه زیانمن شوي، چې له دې ډلې ۳ یې به بشپړه توګه وېجاړ شوي، ۲۰ اغېزمن شوي او ۱۱۱ نور تړل شوي دي. په دې موده ۱۴ روغتیا پالان وژل شوي، ۱۲ ټپي دي او ۹ نور برمته شوي دي. د روغتیا نړیوال سازمان همدارنګه ویلي، چې پر روغتیايي تاسیساتو تر ټولو زیات بریدونه د روان ۲۰۱۹ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې تر سره شوي چې له امله یې ګڼ افغانان له روغتیايي خدمتونو بې برخې شوي دي.





























