په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي له امریکایانو سره د سولې د نهم پړاو مذاکراتو د نېټې په اړه خبرې شوې او په راتلونکو څو ورځو کې به دا خبرې پیل شي. د دې سرچینې په وینا له څو ورځو سلا مشورو وروسته له امریکایانو سره د طالبانو په وروستۍ هوکړه کې د ځینو ټکو د بدلون وړاندیز لري چې د سولې د نهم پړاو مذاکراتو کې به پرې بحث وشي. ددوی په خبره که چېرته یې وړاندیزونه ومنل شي دا پړاو مذاکرات به وروستي جوړ جاړي ته ورسېږي. د سولې مذاکراتو امریکايي اړخ تر اوسه د نهم پړاو خبرو په اړه څه نه دي ویلي. بلخوا په کابل کې د جرمني، ناروې او امریکا د استازو بین الافغاني خبرو کې د همکارۍ د چمتوالي ډاډ ورکړی دی. د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د ناروې، جرمني او امریکا له استازو سره د بین الافغاني خبرو د اجنډا ځای او وخت په اړه خبرې کړې خو وروستۍ شوې نه دي. د سولې په چارو کې د افغان حکومت وزیر دا ناسته ګټوره بللې او زیاته کړې یې ده چې افغان حکومت د سولې بهیر ته ژمن دی او دا هوډ لري چې افغانان یوې تلپاتې او عزتمنې سولې ته ورسیږي.





























