داعش نه یوازې افغانستان بلکې سیمې او نړۍ ته ستر ګواښ دی. د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي دغه ډلې په دې وروستیو کې په هېواد کې خونړي او وحشتناک بریدونه ترسره کړي دي، نو ځکه ددې اړتیا ده چې پر وړاندې یې مبارزه وشي. د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل وايي، دغه ډله نه یوازې افغانستان، بلکې سیمې او نړۍ ته ستر ګواښ ده نو پر وړاندې یې مبارزه هم سیمه ییزه او نړیواله اجماع غواړي. افغان حکومت تر دې وړاندې هم دداعش پر وړاندې پر مبارزې ټینګار کړی دی. ولسمشر غني په خپلو وروستیو څرګندونو کې امنیتي ځواکونو ته سپارښتنه کړې چې دداعش د فکر، پلویانو او وسله والو پر وړاندې جدي مبارزه وکړي.





























