امریکایي پوځ وایي تر اوسه یې له افغانستان د وتلو په اړه کومه سپارښتنه نه ده ترلاسه کړې. د امریکايي پوځ لوړپوړي چارواکي افغانستان ته د نواډا د نشنل ګارد د سرتېرو د لېږلو په مراسمو کې ویلي، دوی پر خپل نظامي ماموریت تمرکز کوي او تر دې دمه یې د سرتېرو د ایستلو یا کمولو په اړه هېڅ ډول لارښوونه او امر نه دی ترلاسه کړی. راین مک کارټي ویلي، چې دوی په افغانستان کې د افغان پوځ روزنې او د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته ادامه ورکوي او امریکایي سرتېرو ته هم په کار ده چې پر خپل ماموریت تمرکز وکړي. په دې مراسمو کې افغانستان ته د نواډا ایالت د ملي ګارد ۲۷ کسیز ټیم هم حاضر و او ټاکل شوې چې په نږدې ورځو کې افغانستان ته ولېږل شي.





























