که امریکایي ځواکونه له افغانستان وځي، نو القاعده او نورې ترهګرې ډلې به په دغه هېواد کې اډې او مرکزونه جوړ کړي. د امریکا ددفاع وزارت پخواني تحلیلګر او امریکايي پوځي جنرال جک کېن له فاکس نیوز سره په خبرو کې ویلي په افغانستان کې لا هم د ترهګرو نشتون او ددوی ماتې منل د اندېښنې وړ مسئله ده او امریکا ته په کار ده چې په دې اړه ځان ډاډه کړي. دده په خبره د امریکايي ځواکونو له وتلو سره جوخت ښايي په افغانستان کې القاعده او نورې ترهګرې ډلې خپل فعالیتونه پراخ کړي او دغه هېواد د جګړې په ډګر بدل کړي. دده په وینا په دې سره به یادې ډلې په افغانستان کې قوي مرکزونه جوړ کړي او نړۍ ته به یو ځل بیا ګواښ متوجه کړي. هغه پر امریکا غږ کړی چې د وتلو په اړه دې بېړه نه کوي او د افغانستان د وضعیت په اړه دې ځان ډاډمن کړي.





























