نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی به د ترهګرو د مخنیوي لپاره په افغانستان کې استخباراتي حضور ولري او په خبره یې دغه هېواد د ترهګرو هاروارډ دی نو ځکه یې هلته استخباراتي حضور حتمي دی. نوموړي د طالبانو په اړه ویلي، چې پر هیچا هم باور نه دی په کار، خو طالبان نور له جګړو ستړي شوي دي او غواړي له امریکا سره سوله وکړي. د امریکا ولسمشر زیاته کړې چې امریکا باید له دې وروسته په افغانستان کې د پولیس دنده ترسره نه کړي. هغه د افغانستان روانه جګړه هم کورنۍ جګړه بللې ده او په خبره یې افغان حکومت او طالبان په خپلو کې جګړه کوي، خو امریکايي ځواکونه سوله ساتي دي او اتلس کاله یې د سولې لپاره مبارزه کړې ده. تر دې وړاندې هم ټرمپ افغانستان د ترهګرو لابرتوار او هاروارډ بللی و.





























