د کونړ پر شلتن ولسوالۍ د پاکستاني پوځیانو راکیټي بریدونو خلکو ته زیانونه اړولي دي. د کونړ ولایت ځایي چارواکي وايي له دوشنبې راهیسې پاکستاني پوځيانو پر کونړ ولایت راکیټي بریدونه پیل کړي دي. ددغه ولایت د والي ویاند عبدالغني مصمم وویل، چې تر دې دمه پاکستاني عسکرو ۲۰۰ راکټونه پر کونړ توغولي دي. دده په وینا په دې بریدونو کې خلکو ته ځاني تلفات نه دي اوښتي، خو مالي زیانونه یې اړولي دي. هغه ویلي، چې په دې بریدونو کې څو کورونه زیانمن شوي دي. بلخوا ملي دفاع وزارت د پاکستان دغه کار د افغان خاورې نقض بولي او په وینا یې په دې اړه یې د پاکستان حکومت ته خبرداری ورکړی دی او باید ژر تر ژره خپل بریدونه بند کړي. پاکستان له کلونو راهیسې د کونړ پر ځينو ولسوالیو د توغندیو بریدونه کوي.





























