افغان حکومت هیله لري چې د امریکايي پلاوي او طالب استازو ترمنځ د سولې د نهم پړاو خبرو پایلې به په افغانستان کې د اوربند او د بین الافغاني خبرو د پیل لامل شي. له طالب استازو سره د خبرو لپاره قطر ته د زلمي خلیلزاد د تازه سفر ترڅنګ افغان حکومت وايي چې وضعیت له نږدې څاري. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي، چې افغان حکومت هیله لري چې د دې پړاو د خبرو پای به د بین لافغاني خبرو د پیل او اوربند لامل شي. خو طالبانو تر دې دمه له افغان حکومت سره له مخامخ خبرو انکار کړی دی. له دې وړاندې د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپل ټوېټر لیکلي و چې امریکا هوکړې ته چمتو ده او وبه ګوري چې طالبان هم چمتو دي او که نه.





























