ولسمشر غني یو ځل بیا ټینګار کړی، چې هم به سوله راځي او هم به ټاکنې پر خپل وخت ترسره کېږي. ولسمشر غني چې تېره شپه یې د دارالامان ماڼۍ پرانیستې په مراسمو کې خبرې کولې ویلي، اوس هغه وخت تېر شوی چې د افغانانو برخلیک به نورو ټاکلو. دده په خبره اوس خلک پوهېږي چې څه یې د هېواد په ګټه دي او څه یې په زیان. نوموړي دا هم وویل چې افغان حکومت د سولې د روانو خبرو له ټولو جزیاتو خبر دی، خو ځکه چوپ دی چې له طالبانو سره یې مخامخ خبرې نه دي پيل کړې. دده په وینا دوی به د سولې ټول جزیات له ملت سره شریکوي او هېڅ شی به له افغانانو پټ نه ساتل کېږي. نوموړي یو ځل بیا وویل، چې د افغانانو دښمنان، عام وګړي، مېرمنې، ماشومان او عامه تاسیسات په نښه کوي او افغان ځواکونه یې پر وړاندې هر ډول مبارزې ته تیار دي.





























