ټرمپ پر ګڼو نورو هېوادونو غږ کړی چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه وکړي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، چې امریکا په افغانستان کې ۱۹ کاله د ترهګرو پر وړاندې جګړه وکړه او اوس ددې وخت دی چې نور هېوادونه دغه جګړه مخ ته یوسي. دده په وینا روسیه، ایران، ترکیه، هند، پاکستان، افغانستان او په سیمه کې نور هېوادونه باید ترهګر وځپي نه دا چې امریکا سلګونه کیلومتره لرې دغه جګړه پر مخ وړي. دده په خبره د یادو هېوادونو مسوولیت هم دا دی چې په خپله شاوخوا کې د ترهګرو مرکزونه او فعالیتونه له منځه یوسي. ټرمپ ویلي دوی نه شي کولی چې د نورو د امنیت لپاره ۱۹ کاله نور هم په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد جګړه وکړي. د ټرمپ دغه ډول څرګندونې او د ترهګرۍ ضد جګړې لپاره افغانستان ته د روسیې او ایران رابلل د اندېښنې وړ دي او په ټولنیزو رسنیو کې له غبرګونونو سره مخ شوي دي. امریکا تر دې وړاندې هم له هند غوښتي وو، چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې همکاري ورسره وکړي.





























