د امریکا د سنا یو مشهور سناتور، لېنډسي ګراهم وايي، هڅه کوي تر راتلونکې یوې میاشتې د امریکا کانګرس ته داسې لایحه معرفي کړي ترڅو له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د وتلو د نامعلومو پایلو مخه ونیسي. لېنډسي ګراهم وايي دا کار به د امریکا د فاع وزیر دې ته اړ کړي، چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته دې هېواد ته کوم خطر متوجه نه شي. د کانګرس یوه بل غړي لیزچیني هم، پر ټرمپ غږ کړی چې له طالبانو سره د سولې تړون رد کړي. نوموړي ویلي، چې طالبان اوس هم له القاعدې ډلې سره اړیکې لري او په دې ډلې ډير باور نه دی پکار. په دې وروستیو کې پر ټرمپ د امریکا د کانګرس له لوري نیوکې ډیرې شوي دي. ټرمپ ویلي، هغه به له افغانستان امریکایي سرتېري وباسي، خو یوه استخباراتي ډله به په دې هېواد کې پرېږدي.





























