د پخواني ولسمشر حامد کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ناټو له ملکي استازي نیکولاس کې سره دداعش د فعالیتونو او پراخېدونکي حضور په اړه خبرې شوې دي. ښاغلي کرزي په دې لیدنه کې د ناټو له استازي سره په خبرو کې ویلي، چې دغه ډله د ټولې سیمې لپاره خطرناکه ده او د فعالیتونو او پراختیا د څرنګوالي په اړه یې پوښتنې او اندېښنې موجودې دي. په دې وروستیو کې په هېواد کې دداعش د فعالیتونو په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي. افغان حکومت بیا وايي چې دوی د یادې ډلې پر وړاندې خپلې مبارزې ته ادامه ورکوي او فعالیتونه یې محدود شوي دي.





























