نړيوال بانک وايي، له وسله والو طالبانو سره د سولې له احتمالي هوکړې وروسته یې افغانانو ته د اقتصادي پروګرامونو پلانولو لپاره د خپلو نړيوالو او افغان همکارانو د نظرونو او مشورو راټولولو لړۍ پيل کړې ده. په کابل کې د نړيوال بانک دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د مشورو دا لړۍ نن پيل شوې ده. خبرپاڼه کې راغلي، تر دې مهاله د دغه بانک چارواکو له یو شمېر نړيوالو او افغان همکارانو سره څو مشورتي ناستې هم کړې دي. په خبرپاڼه کې راغلي، هم وسله والو طالبانو او هم زلمي خلیلزاد تمه ښودلې چې د خبرو په دغه نوي پړاو کې به د دواړو خواو ترمنځ پاتې مسايلو ته د حل لار ولټول شي او په پايله کې به يې ممکن دواړه غاړې يو هوکړه ليک لاسليک کړي. په افغانستان کې د نړيوال بانک رييس هينري کرالي وايي، د سولې له احتمالي هوکړې وروسته د مشورو ټولولو په برخه کې د نړيوال بانک هڅې پر څو برخو باندې متمرکزې دي. د نړيوال بانک رييس ویلي چې د عامو خلکو د نظرونو او مشورو راټولول به له دغه بانک سره مرسته وکړي چې د افغانانو د اړتياوو پر بنسټ يو هر اړخيز اقتصادي پلان جوړ کړي.