افغان حکومت د کونړ ولایت پر ځینو برخو د پاکستان د توغندییز بریدونه په کلکه غندلي دي. د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي وايي د افغانستان حکومت پر افغان خاورې د پاکستان وروستي راکټي بریدونه په کلکه غندي. نوموړي ویلي، چې د پاکستان دا عمل د نړیوالو اصولو خلاف دی او په افغانستان او سیمې کې د سولې او ثبات په برخه کې د پاکستان نه ژمنتیا ښکاره کوي. تېره ورځ د کونړ والي عبدالستار میرزکوال وویل چې په تېرو شاوخوا اتو ورځو کې د شلټن او دانګام پر ولسوالیو د پاکستان راکټي او توپچي بریدونه نهایت زیات شوي دي. پاکستان لا تر دې دمه د افغان حکومت د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.





























