ولسمشر غني وایي له طالبانو سره یې د خبرو لپاره مذاکراتي ټیم ټاکلی دی چې په کې د ټولو سیاسي غاړو استازي شته. نوموړي تېره شپه په کابل کې له طلوع ټلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د مذاکراتي ټیم د غړو نومونه دقیقآ هغه وخت اعلانیږي چې له طالبانو سره خبرې پیل شي. غني ټېنګار وکړ چې د مذاکراتي ډلې د غړو نومونه یې ځکه پټ ساتلي چې نه غواړي د متحدو اماراتو قضیه تکرار شي. ولسمشر غني داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو نهم پړوا خبرې تېره ورځ له غرمې وروسته پيل شوې او دواړه خواوې هیله لري چې یوې هوکړې ته سره ورسیږي. غني وویل چې دا تړون د امریکا او طالبانو ترمنځ دی او په دغو خبرو کې د افغان حکومت د موجودیت اړتیا نشته.





























