ملګري ملتونه هغو کسانو ته د زیات ملاتړ غوښتنه کوي چې په ترهګریزو پېښو کې ېې مالي او ځاني زیانونه ګاللي دي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش ویلي چې د زیانمنو لپاره باید عدالت تامین شي. ګوترېش د ترهګرۍ د قربانیانو د عکسونو د یوه نندارتون د پرانيستلو په مراسمو کې ترهګري او افراطیت جدي خطر وباله. نوموړي زیاته کړه چې په تېرو میاشتو کې خلک په افغانستان او ځینو نورو هېوادونو کې د ډارونکو بریدونو شاهدان وو. نوموړي د کابل ښار د تېرې شنبې ورځې برید د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې او ویلي یې دي، چې دغه ډول بریدونه کورنیو، ټولنو او په ټوله کې ملګرو ملتونو ته دوامداره زیان رسوي. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز وایې چې افغانستان له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې جنګيږي.





























