د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، دغه کمېسیون د ولسمشریزو ټاکنو لپاره یوولس میلیونه او درې سوه زره د رایو پاڼې چاپ کړې دي. د ټاکنو څار ادارې په زیات شمېر د رايو پاڼو په چاپولو اندېښنه ښودلې او وايي، چې د ټاکنو کمېسیون باید په دې برخه کې خلکو ته د شفافیت ډاډ ورکړي. د ازادو او عادلانه ټاکنو د څار د ادارې اجرائیوي رییس یوسف رشید وايي، چې د ټاکنو کمیسیون له خوا چاپ شوې د رایو پاڼې د رایې ورکوونکو د شمیر څخه شااوخوا ۱۶ سلنه زیاتې دي. د ولسمشریزو ټاکنو یو شمیر نوماندان هم په زیات شمیر د رایو د پاڼو پر چاپ اندېښمن دي او د ټاکنو کمېسیون څخه د رایې پاڼو په اړه د شفافیت غوښتنه کوي. خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، دا په ټوله نړۍ کې رواج دی، چې تل د رایې ورکوونکو د شمېر څخه څو سلنه زیاتې د رایو پاڼې چاپیږي او علت یې د ټاکنو په ورځ د احتمالي ضایعاتو مخنیوی دی.





























