د میدان وردګو ولایت اوسېدونکي وايي، تېره شپه په چک ولسوالۍ کې د واده پر مراسمو د ملي اردو “ډي سي” توپ ګولۍ د لګېدو له امله يو تن وژل شوى او شپږ تنه نور ټپيان دي. د چک ولسوالۍ د خليلي کلي اوسېدونکی محمدصالح وايي، چې د شپې شاوخوا لس بجې د ملي اردو له خوا توغول شوې د ډي سي توپ ګولۍ د واده په مراسمو کې ولګېده چې له امله يې د قدرت الله په نوم يوه ځوان ژوند له لاسه ورکړ. دى وايي چې د دغې ګولۍ د لګېدو له امله ټول ١٤ تنه ټپيان شوي، خو اته يې سرسري ټپيان دي او د شپږو نورو ټپونه ژور دي. د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال فواد امان وايي چې په چک کې له داسې يوې پېښې خبر شوي خو په اړه يې دا مهال جزييات په واک کې نه لري.





























