د مهاجرت نړیواله اداره په پام کې لري چې د بودجې د کموالي له کبله هېواد ته له راستنېدونکو افغان کډوالو سره د مرستې پروګرام په کندهار او نیمروز ولایتونو کې وځنډوي. دې ادارې ویلي دي چې مرستندویو هېوادونو د اګست د میاشتې تر نیمايي پورې له ایران او پاکستانه د راستنېدونکو افغانانو سره د مرستې د پروګرام د بودجې په سلو کې یوازې ۲۶ سلنه ورکړې ده. دا په داسې حال کې ده چې له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د راستنېدو لړۍ روانه ده. د کډوالو نړیواله اداره وايي چې د تېرې اوونۍ په ترڅ کې له ایرانه نږدې څلور زره او له پاکستان څخه ۳۵ کسان هېواد ته راستانه شوي دي.





























