د ولسمشریزو ټاکنو له رانږدې کېدو سره د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د ټاکنو په ورځ به دوه زره د رايې ورکونې مرکزونه تړلي وي. د ټاکنو کمېسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي وايي، چې د امنیتي ځواکونو د معلوماتو له مخې دغه مرکزونه په هغو سیمو کې دي چې د امنیتي ګواښونو ګراف په کې لوړ دی. د ابراهیمي په وینا، دغه مرکزونه به د کابل، پنجشېر او بامیانو له ولایتونو پرته نور په ډېری ولایتونو کې تړلي وي. د راپورنو له مخې، د دغو تړل شويو مرکزونو ډېره برخه په فراه، کندز، غزني، هلمند، جوزجان، زابل او سرپل ولایتونه کې دي. په همدې حال کې د ټاکنو پر سر یو شمېر ناظر بنسټونه وايي چې د دې مرکزونو له تړل کېدو سره به د ټاکنو سرتاسري توب او مشروعیت تر پوښتنې لاندې راشي.





























