په ۲۰۲۰ کال کې د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو د تر سره کېدو پورې به له افغانستان څخه ټول امریکایي سرتېري ووځي. د ملي امنیت شورا د دفتر د سولې برخې رییس احمد شجاع جمال ویلي، چې افغان حکومت باید د امنیت له اړخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته احتمالي سناریو ته چمتووالی ونیسي. د هغه په وینا اوس هم د سولې په خبرو کې ابهامات شته، چې تر اوسه ښکېل لوري پرې هم خبر نه دي. د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو په انستیتوت کې له ټاکنو وروسته احتمالات اټکل شوي، چې له مخې یې د ملي امنیت شورا د سولې برخې رییس وایي، د ټاکنو نه تر سره کېدل طالبانو ته سره کرښه نه ده خو په خبره یې طالبانو خپلې ځینې غوښتنې د سولې په خبرو کې تر اوسه پټې کړې دي. د ملي دفاع وزارت د پالیسۍ پخواني مرستیال تمیم عاصي خبرداری ورکړی، چې د ولسمشرۍ ټاکنې به د مشروعیت له کړکېچ سره مخ شي او پایله به یې لنډ مهالی حکومت یا د ملي وحدت حکومت تازه نسخه وي.





























