د راپورونو له مخې تېره شپه یوولس بجې د بګرام ولسوالۍ په صیاد سیمه کې د امریکايي ځواکونو پر کاروان ځانمرګی برید شوی دی. په دې برید کې دولتي او بهرنیو سرچینو د تلفاتو په اړه معلومات نه دي ورکړي. طالبانو بیا د پېښې مسوولیت منلی دی او په وینا یې اووه امریکايي عسکر یې په دې ځانمرګي برید کې وژلي دي. په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند هم له رسنیو سره په خبرو کې برید تایید کړی دی خو د تلفاتو په اړه یې د طالبانو ادعا رد کړې ده. د بګرام ځايي چارواکي بیا وايي چې په پېښه کې ځايي دوکاندارانو او خلکو ته مالي زیانونه اوښتي دي، خو د بهرنیو ځواکونو د تلفاتو په اړه معلومات نشته دي.





























