د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په قطر کې د افغانستان له سفير سره د سولې پر وروستيو هڅو خبرې کړې دي. په دوحه کې د افغانستان سفارت لخوا په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان سفير عبدالحکیم دليلي په دوحه کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره وکتل. سرچينې زياته کړې، په دې کتنه کې دواړو لورو د سولې په پروسه کې د وروستيو تحولاتو، د مذاکراتو د روان بهير او په دې برخه کې د پرمختګونو په اړه بحث او خبرې وکړې.





























