په افغانستان کې د امریکا سفیر جان باس وايي ټاکنې او سوله دواړه مهم دي، خو سولې ته ځکه تر ټاکنو لومړیتوب ورکوي چې د افغانستان د خلکو غوښتنه ده. دده په وینا ډېری افغانان سولې ته تر ټاکنو لومړیتوب ورکوي نو امریکا ته هم سوله تر ټاکنو مهمه ده. جان باس دغه راز ویلي چې دوی د سولې خبرې روانې کړې دي او ډېر ژر به یې مثبتې پایلې د افغانستان له خلکو سره شریکې کړل شي. په کابل کې د امریکا سفیر داسې مهال سوله تر ټاکنو مهمه ګڼي چې افغان حکومت بیا ټاکنې تر سوله مهمې او لومړیتوب بولي. ولسمشر غني په خپلو وروستیو څرګندونو کې هم ټينګار وکړ چې ټاکنې به پر خپل وخت ترسره کېږي او سولې لپاره تر ټاکنو نه شي تېرېدلی.





























