د راپورونو له مخې د ازبکستان یوه لوړپوړي پلاوي د افغانستان د ماليې له سرپرست وزیر او یو شمېر نورو چارواکو سره کتلي دي. دواړو لورو په دې لیدنه کې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا او د همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی دی. په دې لیدنه کې د ماليې سرپرست وزیر همایون قیومي ویلي، چې افغانستان د سړک جوړونې، کانونو د کیندلو، فابریکې جوړولو او نورو انکشافي برخو کې د پانګونې لپاره ښه فرصتونه لري او ازبکستان ته په کار ده چې په دې برخه کې کار او پانګونې ته زړه ښه کړي. ازبکستان هم ویلي چې په سیمه کې په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې د رامنځ ته شوو هوکړو په عملي کولو کې هڅه کوي او د یوه پرمختللي افغانستان په جوړولو کې به خپله ونډه اخلي.