په کابل کې د قطر نوي سفیر سید بن مبارک الخیارین د ولسمشر له دویم مرستیال سره کتلي دي. په دې لیدنه کې دواړو لورو د اړیکو پر پراختیا او د سولې په برخه کې د همکاریو پر زیاتولو ټینګار کړی دی. سرور دانش په دې لیدنه کې ویلي چې قطر د افغانستان مهم منطقوي ملګری دی او ددواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې باید پراخې شي. د قطر سفیر هم ویلي چې دوی له افغانستان سره په بېلو برخو کې همکاري کوي او هڅه کوي ددغه هېواد د سولې او ثبات په راتګ کې مثبت ګامونه اوچت کړي. افغان لوري په سوله کې د قطر رول مهم بللی دی او له دغه هېواد یې غوښتي چې په دې برخه کې هېڅ راز هڅې و نه سپموي.





























