امریکايي چارواکو یو ځل بیا ویلي چې په افغانستان کې سوله تر ټاکنو ورته مهمه ده. تازه د ملي یووالي حکومت ولسمشر محمد اشرف غني په خپله مرکه کې ویلي، چې که یوازې دی د نوماند په توګه پاتې وي، خو بیا هم ټاکنې کوي او ټاکنو ته تر سولې لومړیتوب ورکوي. نوموړي ټينګار کړی چې ټاکنې د افغانانو حق دی او هېڅوک افغانان له دې حق نه شي محرومولی.
بل پلو تازه په افغانستان کې د امریکا سفیر جان باس هم په خپلو څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې سوله تر ټاکنو ورته مهمه ده. نوموړی چې تېره ورځ مزارشریف ښار ته تللی و، له خبریالانو سره یې د خبرو پر مهال وویل چې د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو ټاکنې لومړیتوب نه لري، بلکې سوله ورته لومړیتوب ده.
جان باس دغه راز ویلي چې سوله د افغانستان د خلکو غوښتنه ده، نو له دې امله سولې ته تر ټاکنو لومړیتوب ورکوي. جان باس ویلي: ((که په سوله او د سولې په اوسنیو خبرو کې خنډ او ځنډ پیدا کېږي، نو بیا دې ټاکنې وشي، له دې پرته سوله لومړیتوب دی. بله خبره دا ده چې سوله ستر لومړیتوب دی، ځکه د افغانستان ټول خلک د سولې غوښتونکي دي. موږ په دې اړه په پرله پسې توګه له خلکو سره په اړیکه کې یو. موږ خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکوو)).
جان باس په مزارشریف ښار کې له ځايي چارواکو سره د سولې او امنیت په اړه خبرې هم کړې دي. د بلخ له والي محمد اسحاق رهګذر سره یې هم لیدنه کړې او په دې لیدنه کې یې ویلي چې امریکا د افغانستان د سولې په پروسه کې هېڅ راز هڅې نه سپموي.
بلخوا د ملي یووالي حکومت بیا د ټاکنو او سولې په اړه ځینې اندېښنې لري. ولسمشر غني د ټاکنو د ځنډېدو په اړه اندېښنه لري او هغه د افغانانو په خیر نه بولي. د هغه په خبره، ټاکنې د خلکو حق دی او طالبان یا امریکا له خلکو دا حق نه شي اخیستلی. نوموړي ټینګار کړی چې دا ځل به ټاکنې په خپل وخت تر سره کېږي او هېڅ راز ځنډ به نه رامنځ ته کېږي.
له دې سره هممهاله تېره ورځ په رسنیو کې د موقت یا انتقالي حکومت د جوړېدو راپورونه هم خپاره شول. الجزیرې عربي رسنۍ په خپل یوه راپور کې د باوري سرچینو له قوله لیکلي وو، چې امریکا او طالبانو په افغانستان کې د موقت حکومت پر جوړېدو توافق کړی دی، چې ډېر ژر به اعلان شي. د سرچینې په خبره، دواړو لورو پر ډېرو مسایلو هوکړه کړې چې یو هم پکې موقت حکومت او اوربند ده. طالبانو بیا د یوه ټوېټ پیغام له لارې د الجزیرې دغه راپور رد کړی دی. افغان حکومت بیا د یادې رسنۍ پر تازه راپور څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې په کلکه موقت حکومت رد کړی او په خبره یې، دا یوه دسیسه ده او طالبان باید د ملي یووالي له حکومت سره مذاکرات وکړي.
بل پلو سیمه ییزې او نړیوالې رسنۍ د طالبانو او امریکا ترمنځ په روانو مذاکراتو کې د مهمو پرمختګونو خبره کوي. پاکستاني رسنیو د طالب چارواکو له خولې لیکلي وو، چې طالبانو او امریکا د بهرنیو سرتېرو د وتلو پر مهالوېش توافق کړی دی، خو د عملي کولو د میکانېزم پر څرنګوالي بحث روان دی. ویل کېږي چې د دواړو لورو ترمنځ به مذاکرات دوې ورځ نور هم دوام کوي او ښايي تر هغه وروسته د طالبانو او امریکا ترمنځ د ځينو تضمین کوونکو هېوادونو په حضور کې د سولې هوکړه لاسلیک شي.





























