ټاکل شوې چې ولسمشر غني به نن د سعودي عربستان له پادشا سره وګوري. د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني تېره ورځ مازدیګر سعودي عربستان ته رسېدلی دی. هغه لومړی مکې مکرمې ته تللی او د عمرې مراسم یې ترسره کړي خو ټاکل شوې چې نن د سعودي عربستان له پادشا ملک سلمان سره وګوري. ویل کېږي چې په دې لیدنه کې به تر ډېره د افغانستان د سولې، د ترهګرۍ ضد مبارزې، امنیتي مسایلو او دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې وشي. په داسې حال کې چې په دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ مخامخ خبرې سرنوشت ټاکونکي پړاو کې دي، ښايي دغه سفر د سولې له مسایلو سره اړیکه ولري خو ارګ په دې اړه وضاحت نه دی ورکړی. سعودي عربستان بیا په ځلونو د سولې په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.





























