د راپورونو له مخې وسله والو یاد وکیل له څلورو نورو کسانو سره په چشمه شیر نومې سیمه کې نیولی و. د سمنګانو د پولیسو ویاند منیر احمد رحیمي پېښه تایید کړې ده او وايي، چې د ولایتي شورا غړی سید حلیم سادات له څلورو نورو کسانو سره د بغلان ولایت په چشمه شير سیمه کې د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلی و. هغه وویل چې سادات د وسله والو طالبانو له لوري وژل شوی او مړی یې د پل خاټول په سیمه کې موندل شوی دی. تر دې دمه د هغه د څلورو نورو ملګرو د برخلیک په اړه معلومات نشته دي. وسله والو طالبانو تېره ورځ د هرات د فارسي ولسوالۍ ولسوال او زوی یې هم په یوه برید کې وژلي وو. د سمنګانو ولایت ځایي چارواکي وایي چې د پېښې په اړه یې لا ډېرې څېړنې پیل کړې دي.





























