ولسمشر غني نن تر غرمې مخکې په سعودي عربستان کې د اسلامي پراختیا د بانک له رییس ډاکټر بندرالحجار سره کتلي دي. په دې لیدنه کې دواړو لورو د همکاریو پر ډېرېدو خبرې کړې دي. ولسمشر غني په دې لیدنه کې په افغانستان کې د یاد بانک فعالیتونه ستایلي او ددوی له همکاریو یې مننه کړې، خو د مرستو او همکاریو د ډېرېدو غوښتنه یې کړې ده. ولسمشر غني ویلي چې دغه بانک دې په افغانستان کې په انکشافي پروژو، په تېره د زراعت، ظرفیت لوړونې، اوبو او د اوږدمهاله پورونو په ورکړه کې له افغانستان سره همکاري وکړي. د یاد بانک رییس هم د اقتصاد او سوداګرۍ په برخه کې د افغان حکومت هڅې ستایلې دي او ژمنه یې کړې چې له افغانستان سره به همکارۍ ډېروي. د هېواد د مالیې سرپرست وزیر ددغه بانک له چارواکو سره یوه هوکړه هم لاسلیک کړې چې له مخې به یې د اسلامي پراختیا بانک په افغانستان کې یو سل بستریز روغتون او څلور کلینیکونه جوړوي.