د سولې د خبرو د چټکتیا په موخه دې په ټول هېواد کې نظامي عملیات ودرول شي. پخواني ولسمشر حامد کرزي په لوګر کې د بهرنیو ځواکونو پر هوایي برید غبرګون ښودلی دی. د نوموړي له دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ګډو ځواکونو په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو تلفات اوج ته رسېدلي دي او دې مسئلې د افغانانو حوصله تنګه کړې ده. هغه پر طالبانو، افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو غږ کړی چې د سولې د خبرو د چټکتیا په موخه باید په ټول هېواد کې نښتي او نظامي عملیات ودرول شي. دده په خبره په افغانستان کې روانه پردۍ جګړه یوازې د خبرو له لارې د حل وړ ده نو نظامي ماموریتونه دې نور بند کړل شي او پر سوله دې تمرکز وشي. د ښاغلي کرزي په وینا د ټولو افغانانو غوښتنه دا ده چې روانه جګړه باید د بین الافغاني او د افغانانو تر مالکیت لاندې خبرو او مذاکراتو په وسیله پای ته ورسول شي.





























