سره له دې چې حکومت او د ټاکنو خپلواک کمېسیون د شفافو او عادلانه ټاکنو د تر سره کېدو ژمنه کوي، خو راپورونه ښيي چې په هېواد کې به تر دوه زره ډېر د رایې اچونې مرکزونه د ټاکنو په ورځ تړلي وي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي چې د اوو زرو مرکزونو له ډلې به یې یوازې ۴۹۴۲ مرکزونه پرانیستي وي.
د بلې میاشتې په شپږمه ولسمشریزې ټاکنې تر سره کېږي، خو لا هم امنیت او ځينې نورې ستونزې د عادلانه ټاکنو د تر سره کولو په لار کې تر ټولو ستر خنډ دی. د ټاکنو خپلواک کمېسیون تازه ویلي چې دوی په ټول هېواد کې د ۷۳۸۵ مرکزونو د پرانیستلو پلان درلود، خو د امنیتي ستونزو له امله به له دې ډلې یوازې ۴۹۴۲ مرکزونه پرانیستي وي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي چې تر دې وړاندې د تړل کېدونکو مرکزونو شمېر کم و، خو تازه امنیتي ادارو ورته ویلي چې په ځينو برخو کې به ۴۳۱ نور مرکزونه هم تړلي پاتې وي او د پرانیستل کېدو امکان یې نشته.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې، دغه کمېسیون پلان درلود چې ۷۳۸۵ مرکزونه پرانیزي، خو تر څېړنو او پلټنو وروسته روښانه شوه چې یوازې ۵۳۷۳ مرکزونه به پرانیستي وي. په دې توګه نو نږدې دوه زره مرکزونه د امنیتي او نورو ستونزو له امله تړلي پاتې کېږي.
د معلوماتو له مخې، د ټاکنو په ورځ به په فراه کې ۱۷۴ مرکزونه، په هرات کې ۱۶۲ مرکزونه، په غزني کې ۱۵۹ مرکزونه، په هلمند کې ۱۵۰ مرکزونه او په بادغیس کې ۱۳۶ مرکزونه تړلي وي، چې په دې توګه یاد ولایتونه تر ټولو ډېر تړلي مرکزونه لري. تر څنګ یې بامیان، پنجشیر او کابل هغه ولایتونه دي چې تر ټولو لږ تړلي مرکزونه به ولري.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي بیا وايي، تازه امنیتي ادارو ورته ویلي چې د ستونزو له امله به ۴۳۱ نور مرکزونه هم تړلي پاتې وي چې په دې توګه نو د پرانیستو مرکزونو شمېر یوازې ۴۹۴۲ مرکزه کېږي. نوموړی وايي: ((امنیتي ادارو راته وویل چې په ځينو نورو مرکزونو کې هم ټاکنې نه شي کېدلی، نو ځکه به تړلي پاتې وي چې په دې سره د تړل شوو مرکزونو شمېر ډېر شوی دی)).
بل پلو امنیتي ادارې بیا د ټاکنو د امنیت د تامین خبره کوي. د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی وايي، ټاکنې به پر خپل وخت تر سره کېږي او دوی یې د امنیت تامین ته تیار دي. احمدزی وايي: ((ټولو مرکزونو ته لاسرسی ممکن دی. خلک کولی شي په پوره ډاډ خپله رایه وکاروي. امنیتي ادارې په بشپړه توګه د دوی د امنیت تامین ته تیار دي)).
د ولسي جرګې ځینې غړي هم د ټاکنو پر کمېسیون او همدا راز امنیتي ادارو نیوکه کوي، چې د ټاکنو د امنیت په تامین کې ناغیړي کوي. د دوی په خبره، د ټاکنو خپلواک کمېسیون به په داسې یوه وضعیت کې شفافې ټاکنې تر سره نه شي کړی. د ولسي جرګې غړی سید حسن پکتیاوال وايي، د امنیتي ارګانونو او ټاکنو کمېسیون ترمنځ نه همغږي د دې سبب شوه، چې په تېرو پارلماني ټاکنو کې ډېرې ستونزې رامنځ ته شي. هغه زیاته کړې، که وضعیت د تېر په شان ادامه پیدا کړي، نو د شفافو ټاکنو تر سره کول ستونزمن کار دی.
یوازې امنیتي ستونزې د تلې د شپږمې د ټاکنو په لار کې خنډ نه دي، بلکې تر څنګ یې سیاسي کشمکشونه او د سولې مسئله هم هغه څه دي چې د ټاکنو د تر سره کېدو په اړه یې شکونه پیدا کړي دي. تېره ورځ هم په کابل کې د امریکا سفیر وویل چې ټاکنې نه، بلکې سوله ورته لومړیتوب ده او دا هغه څه دي چې ډېری افغانان یې هم غواړي.





























