د بادغیس د کرنې ریاست وايي، سږ کال په دغه ولایت کې د خټکيو حاصلات د تېر کال په پرتله دوه برابره ډېر شوي دي.
د دغه ریاست د چارواکو په خبره، روان کال د وچکالۍ د رفع کېدو او همدارنګه د طبیعي افتونو د نشتون له امله په دغه ولایت کې د خټکیو او هندواڼې حاصلات ښه شوي دي.
د بادغیس د کرنې ریاست سرپرست عبدالحلیم ساجد ویلي، چې د پلور د بازار او د حاصلاتو د ساتلو لپاره د سړو خونو نشتوالي په دې برخه کې جدي ستونزې رامنځته کړې دي.
هغه زیاته کړې: «دمګړۍ د خټکي د لېږد او زېرمې په برخه کې په بادغیس کې ستونزې شته او په دې برخه کې ځانګړی کار نه دی شوی. د دې له امله چې ډېری خلک له ولسوالیو مرکز ته بېځایه شوي، د قلعه نو ښار کې د خربوزې پلور ته تقاضا ډېره ده».