سعودي عربستان وايي په افغانستان کې دې روانه جګړه د خبرو او مذاکراتو پر مټ حل کړل شي. د سعودي عربستان پادشا ملک سلمان له ولسمشر غني سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې دوی د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي او دلته روانه جګړه یوازې د خبرو له لارې د حل وړ ده. ملک سلمان دغه راز ټینګار کړی چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې باید ښې شي. دده په خبره دواړه ګاونډي هېوادونه باید ښې اړیکې ولري او سعودي عربستان منځګړيتوب ته تیار دی. ولسمشر غني هم د سعودي عربستان له پادشا غوښتي چې له افغانستان سره په بېلو برخو کې خپلې همکارۍ ته ادامه ورکوي. ولسمشر غني دوه ورځې وړاندې سعودي عربستان ته تللی او هلته یې ددغه هېواد له بېلو لوړپوړو چارواکو سره کتلي دي. سعودي عربستان ژمنه کړې چې د افغانستان په امن، سوله او پرمختګ کې خپله همکاري کوي.





























