روسیې په افغانستان کې تر سولې وروسته د جګړې د دوام خبرداری ورکړی دی. په کابل کې د روسیې سفیر الکساندر مانتیتسکي په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، د افغانستان د سولې له پروسې هر اړخیز ملاتړ کوي خو دغه پروسه به په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو سبب نه شي. د نوموړي په خبره امریکا او ځینو نورو هېوادونو پخپله ویلي چې په افغانستان کې شل ترهګرې ډلې جګړه کوي نو یوازې له طالبانو سره په سوله به دغه جګړه ختمه نه شي. نوموړي دغه راز خبرداری ورکړی چې ښايي ځینې طالبان له امریکا سره د سولې هوکړه و نه مني او جګړې ته ادامه ورکړي. هغه پر امریکا غږ کړی چې په افغانستان کې د بین الافغاني مذاکراتو زمینه برابره کړي او د روانې جګړې د رښتیني پای لپاره اړین اقدامات ترسره کړي. نوموړي په افغانستان کې د امریکا استخباراتي حضور هم خطرناک بللی او په خبره یې روسیه ددې پلوۍ ده چې ټول امریکایان له افغانستان ووځي.





























