د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرې په دوحه کې دوام لري او دواړه لوري د پرمختګونو خبره کوي. راپورونه وايي چې طالبانو او امریکا تېره ورځ د تاوتریخوالي پر کمولو او دغه راز اوربند خبرې کړې دي. رسنیو ته خپلو سرچینو ویلي چې د تاوتریخوالي په کمولو کې ددواړو لورو ترمنځ یو لړ توافقات شوي دي. بل پلو د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین وایي چې تېره شپه تر لس نیمو بجو خبرې روانې وې. طالبان به نن خپلمنځي غونډه ولري او تر غرمې وروسته به بیا ددواړو لورو ترمنځ خبرې پيل شي. د طالبانو او امریکا ترمنځ نهم پړاو خبرې روانې دي او ویل کېږي چې په دې پړاو مذاکراتو کې به ددواړو لورو ترمنځ د سولې هوکړه رامنځ ته شي.





























